د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر: په سوډان کې وضعیت لا هم خطرناک دی

سوډان کې د وروستیو نښتو یو انځور

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، په سوډان کې وضعیت لا هم خطرناک دی.

جیمز کلیورلي پرون سې شنبه په لندن کې سکای نیوز ته وویل: "موږ په ټولو دولتي ادارو کې د خپلو پراخو پروګرامونو په عملي کولو او د وضعیت له سمېدو په استفاده له نړیوالو شریکانو سره یوځای له سوډان نه د برتانوي وګړو د ایستلو په چارو بوخت یو. خوشحاله یم چې په سیمه کې د ښکېلو لوریو ترمنځ اوربند اعلان شوی او موږ د تخلیې یوه طرحه پیل کړې ده."

په سوډان کې ښکېل لوري تر لس ورځنې جګړې وروسته پر ۷۲ ساعته اوربند موافقه وکړه چې د سې شنبې له ناوخته یې عملي کېدل پیل شوي دي.

دغه شخړې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشه ځواک د مشر محمد حمدان دقلو ترمنځ روانې دي.