ډبيلو‌اچ‌او: تېر کال افغانستان کې د ملاريا ۱۲۵زره پېښې ثبت شوي

افغانستان کې يو روغتيايي مرکز، ارشيف

افغانستان کې د ملاريا ناروغۍ ډېرېدل.

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO نن د اپریل ۲۵مه د ملاریا په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې، تېر۲۰۲۲ کال په افغانستان کې د ملاریا څه باندې ۱۲۵ زره پېښې ثبت شوې دي.

دا د وړم کال په نسبت ۴۵سلنه زیاتې پېښې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ملاریا اکثره پېښې په کونړ، ننګرهار، نورستان او لغمان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د دې سازمان په خبره اوس یې وخت دی چې، د ملاریا د له منځه وړلو لپاره پانګونه، نوښت او نور اقدامات وشي.

ملاریا یوه ګواښونکې ناروغي ده چې له یو ډول غوماشو انسانانو ته لېږدول کېږي چې د وقایې او درملنې وړ ده.