یونېسف: زرګونو افغان ماشومانو د ناروغیو پر ضد وقایوي واکسین نه دی ترلاسه کړی

ارشیف: په کابل کې د واکسین د تطبیق له پروګرامه یو انځور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق یونېسف وايي، په تېر ۲۰۲۲ کال کې لږترلږه ۱۱۷ زره افغان ماشومانو هېڅکله د ناروغیو پر ضد د وقایې لپاره واکسین نه دی ترلاسه کړی.

یونېسف د معافیت د نړیوالې اونۍ په مناسبت په یوه پیغام کې چې پرون خپور شو ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو، شري او د سختو تنفسي ساري ناروغیو له ستونزو سره مخامخ و چې مخنیوی یې د پراخو وقایوي اقداماتو له لارې ممکن و.

د یونېسف د معلوماتو له مخې د کرونا د وبا له خپرېدو وروسته په ټوله نړۍ کې له ۶۷ میلیون زیات ماشومان له واکسین څخه بې برخې وو چې له دې ډلې څخه ۴۸ میلیون ماشومانو ته هېڅکله واکسین نه دی ورکړل شوی.