وېسټ له ایګلنډ سره د افغانانو بشري اړتیاوو په اړه خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د ناروې د کډوالو شورا له مشر یان ایګلنډ او چپ لور ته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېست

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېست وایي، د ناروې د کډوالو شورا له مشر یان ایګلنډ سره یې پر دې خبرې کړي چې څنګه نړیوال د یوې اصولي تګلارې له مخې د افغانانو بشري اړتیاوو ته ځواب ووایي.

ویسټ دا خبره نن سه شنبه وختي پر خپله ټویټرپاڼه کړې او له یان ایګلنډ سره یې د لیدو کتو انځور هم خپور کړی دی.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له کاره د ښځو راګرځېدل به په افغانستان کې بشري مرستو ته د خلکو لاسرسی او د ژغورنې هڅې له ننګونو سره مخامخ کړي.

د طالبانو حکومت بیا ادعا کوي چې افغانستان کې اوسنی بشري ناورین د نړیوالو بندیزونو او فشارونو پایله ده.

ملګرو ملتونو د همدې اپرېل میاشتې په پنځمه اعلان وکړ چې د افغانستان اوسنیو حاکمانو ورته ویلي، هېڅ افغان ښځه یې په ماموریت کې د کار کولو حق نه لري.