رومانیا نیول شوي ۳۰ افغانان بېرته بلغاریا ته لېږلي

ارشیف: د اروپا په نیت وتلي د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر کډوال

د رومانیا پولیسو دېرش افغانان دغه هېواد ته د ناقانونه ورتلو په خاطر نیولي او بلغاریا ته یې لېږلي.

د رومانیا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې دا افغانان له بلغاریا ور اوښتي وو او اکثر یې تر اتلسو کلونو کم عمره وو.

د دوی د قاچاق په تور یو بلغاریایي تبعه هم نیول شوی دی.

پولیسو ویلي چې دغو افغانانو هېڅ ډول سندونه نه درلودل او ویل يې چې د افغانستان اوسېدونکي دي.

پخوا اکثرو هغو افغانانو چې د ترکیې له لارې لومړی بلغاریا او بیا رومانیا او نورو ګاونډیو هېوادونو ته اوښتي وو شکایت درلود چې پولیسو تر نیولو وروسته سخت وهلي دي.