د اروپايي پارلمان يوه غړې: د طالبانو حکومت بايد په رسميت ونه پېژندل شي

يو شمېر طالب مشران، انځور - ارشيف

د اروپا د پارلمان یوه غړې هنا نیومن (Hannah Neumann) وایي، د طالبانو حکومت باید په رسمیت ونه پېژندل شي.

مېرمن نیومن په خپله یوه وینا کې چې نن یې پر خپله ټویټرپاڼه خپره کړې ویلي، طالبانو د جنسیتي تعبیض له کبله نجونې او ښځې له تعلیم او کاره منعه کړې دي.

د مېرمن نیومن په خبره، په داسې یوه حال کې چې افغان مېرمنې او نجونې د طالبانو له‌خوا په خپلو کورونو کې ناستې او یو شمېر فعالان زنداني دي، د طالبانو د رسمیت پېژندنې هیڅ فکر باید ونه‌شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې، تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد ویلي و، د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو باید بحثونه پيل شي.

د اروپا د پارلمان ترڅنګ یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو هم پر طالبانو له دې کبله نیوکه کړې چې، د نجونو او ښځو د کار او تعلیم حقونه یې نه‌دي ورکړي، خو طالبان بیا ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې دغه حقونه ورکوي او دوی ټینګار کوي چې د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه یې پوره کړي دي.