اروپايي ټولنه: اروپا کې هر کال د ککړې هوا له امله ۱۲۰۰ کسان مړه کېږي

انځور - ارشيف

د اروپايي ټولنې د چاپيریال یوې ادارې نن دوشنبه ویلي په اروپا کې د هوا ککړتیا هر کال ۱۲۰۰ کسان چې عمرونه یې تر اتلسو کلونو کم دي، مړه کوي.

د دې ادارې په وینا د هوا ککړتیا وروسته په ژوند کې د نورو اوږدمهالو ناروغیو خطر زیاتوي.

د اروپا د چاپيریال ادارې په دېرشو هېوادونو کې چې ۲۷ یې د اروپايي ټولنې غړي دي، تر څېړنې وروسته وویل، له وروستیو پرمختګونو سره - سره په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د هوا ککړتیا، د روغتیا نړیوال سازمان د سپارښتنې تر ټاکلو معیارونو خورا لوړه پاتې ده، په ځانګړي ډول په ختیځه اروپا او ایټالیا کې.

په دې راپور کې د روسیې ګڼ صنعتي هېوادونه، اوکراین او برېتانیا نه‌دي شامل، خو په‌کې ویل شوي چې په ټوله کې د مړینو شمېر په زیاتېدو دی.

د اروپا د چاپيریال ادارې په تېره نوامبر میاشت کې اعلان کړی و، چې په ۲۰۲۰ م کال په اروپايي ټولنه دغه راز ایسلنډ، لیختن شټاین، ناروې، سویس او ترکیه کې د هوا د ککړتیا له کبله دوه لکه او ۳۸زره کسان تر وخت مخکې مړه شوي دي.