تېر کال نړۍ کې د پوځي لګښتونو کچه لوړه شوې

د ناټو يو پوځي ټانګ، ارشيف

په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ په سطحه پوځي لګښتونه ۳ اعشاریه ۷ فیصده زیات شوي، چې اندازه یې د ریکارډ تر حده ۲ اعشاریه ۲۴ ټرلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې.

دا پوځي لګښتونه تر سړې جګړې وروسته په مرکزي او لوېدیځه اروپا کې په کلني ډول تر ټولو زیات شوي دي.

ویل شوي، اوکراین هم د جګړې په ډګر کې د روسیي ځواکونو په وړاندې د مبارزې لپاره خپل پوځي لګښتونه په بې سابقه ډول زیات کړي دي.

د هغو معلوماتو له مخې چې د ستاکهولم د سولې نړیوال څېړنیز انستیتیوت خپاره کړي، د نړۍ ۵۶ فیصده پوځي لګښتونه یوازې د امریکا د متحدو ایالتونو، روسیې او چین له‌خوا شوي دي.