پروان کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله ۱۲ کسان ټپيان شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پروان ولايت موقعيت

په پروان کې د طالبانو یوه چارواکي په دې ولایت کې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو په نتیجه کې د ۱۲ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

د پروان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد کامران زید تېر ماښام ازادي راډیو ته په لېږلي پیغام کې وویل، پنځه کسان د دغه ولایت په مرکز چاریکار کې هغه وخت ټپیان شول، چې یو سراچه ډوله موټر له سړک واوښت.

د هغه په وینا په چاریکار کې بله پېښه له یوه سراچه ډوله موټر سره د ریکشا ټکر و، چې له کبله یې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان ټپیان شول.

هغه زیاته کړه، پنځه نور کسان چې یوه ښځه او دوه ماشومان په‌کې شامل دي، په کوه صافي ولسوالۍ کې د یوې ریکشا د اوښتو په پېښه کې ټپیان شول.