د فرانسې يوې محکمې ۹ افغانان په بند محکوم کړي دي

د فرانسې يوه محکمه، ارشيف

د فرانسې یوې محکمې څلور افغانان په اوږده او ۵ نور په لنډ قید له دغه هېواده برېتانیا ته د انساني قاچاق په تور محکوم کړل.

دا کسان په ۲۰۲۱ کال له فرانسې څخه د اوبو له لارې برېتانیا ته د ۵۳ ویتنامیانو او افغانانو د قاچاق کولو په تور مجرم وپېژندل شول.

دا کسان له ۱۰۰۰ تر ۳ زره یورو جریمه او له ۸ میاشتو تر ۶ کلونو بند محکوم شوي دي.