د روغتيا نړيوال سازمان افغان ماشومانو سره د مرستې ډاډ ورکړی

انځور - ارشيف

افغان ماشومانو سره د روغتيا نړيوال سازمان د مرستو ډاډ.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو‌ایچ‌او وايي، سره له دې چې هره ورځ زرګونه افغان ماشومان او کورنۍ د لومړنیو اړتیا وړ شیانو د نشتوالي له کبله د ژوندي پاتې کېدو لپاره کړاونه ګالي، خو دوی له هغوی سره د مرستو د برابرولو لپاره له هلوځلو لاس نه اخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون (یکشنبه) په یوه ټویټ کې له خپلو شریکانو مننه کړې او لیکلي يې دي چې، د هغوی په همکارۍ د بشري مرستو برابرولو ته دوام ورکوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د مالوماتو پر اساس ۲۸ میلیونه او ۳ لکه افغانان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.