د هند پولیسو یو بېلتونپال سېک 'امریټپال سېنګ' نیولی

د هند پولیس

د هند پولیسو نن یکشنبه ویلي یو بېلتونپال سېک امریټپال سېنګ د څه باندې یوې میاشتې تر لټون وروسته ونیول شو.

د دې سېک نیولو ته په پنجاب ایالت کې چې له پاکستان سره سرحد لري د یوه خپلواک هېواد د ایجاد د مخنیوي په سترګه کتل کېږي.

امریټپال سنګ د هند په پنجاب ایالت کې چې سېکان په کې اکثریت دي یو مبلغ و چې د سېکانو لپاره یې د یوه خپلواک هېواد د ایجاد لپاره بحثونه پارولي وو.

دې مسئلې د هغه تاوتریخوالي د بیا پارېدو وېره ولاړه کړې چې په ۱۹۸۰ یمو او د ۱۹۹۰یمو کلونو په پای کې د سېکانو د شورش پر مهال د لسګونو زره کسانو د مړینې سبب شوی و.

امریټپال سېنګ چې ۳۰ کلن دی، د 'وارث پنجاب دي' یا د پنجاب د وارثانو په نوم د ډلې مشري کوي او په داسې حال کې نیول کېږي چې د ده سلګونو پلویانو د پولیسو پر یوه ماموریت یرغل وروړ او د امریټپال د یوه همکار د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.

پولیسو دغه سېک او د هغه ملاتړي د وژنې، له قانون د سرغړونې او د نه همغږۍ په هڅه تورن کړي دي.