چارواکي: په خوست کې د 'زرغون جام' د کرکټ سیالیو لپاره چمتووالی روان دی

ارشيف: خوست کې د کرکټ سياليو يو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په خوست کې د 'زرغون جام' د کرکټ سیالیو لپاره پوره چمتووالی روان دی.

دغه سیالۍ راروانه شنبه پیلېږي او ۱۹ ورځې به دوام کوي.

په کرکټ بورډ کې د کورني کرکټ څانګې مشر نظیم جار عبدالرحیمزي پرون ازادۍ راډیو ته وويل: "که خدای کول د اپرېل پر ۲۹مه نېټه د زرغون جام سیالۍ په خوست ولایت کې پیلېږي. څلور لوبډلې په کې ګډون کوي او د کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي به په کې شامل وي. د کورني کرکټ پیاوړي لوبغاړي هم ورسره وي."

د دې تر څنګ په پام کې ده چې په کندهار کې د ایمرجنګ سیالۍ هم پیل شي چې هلته به هم ۴ لوبډلې برخه لري.

په دغو سیالیو کې هغه ځوانان ګډون کوي چې عمرونه یې تر ۲۳ کلونو کم دي او دا لوبې به ۱۶ ورځې دوام کوي.