د روسيې يوه الوتکه نن برلين ته له ډيپلوماټيکې اجازې وروسته والوته

ارشيف

د روسیې یوه الوتکه نن له ماسکوه برلین ته له ځانګړې ډیپلوماتیکې اجازې وروسته والوته.

دا خبره د جرمني د هوایي ځواک یوه ویاند د جرمني (ډي‌پي‌اې) اژانس ته وکړه، خو په دې اړه یې نور جزییات نه‌دي ورکړي، چې دا د مسافرو الوتکه ده که کارګو یوه ده.

وروسته تر دې چې پروسږکال په فبروري میاشت کې اروپایي ټولنې د روسیې د ټولو الوتنو پرمخ خپل هوایي ډګرونه بند کړل، روسیي الوتکې خورا کمې دې هېوادو ته سفر کوي.

ډېرو کسانو نن په خواله رسنیو کې برلین ته د روسۍ الوتکې سفر ته توجه کړې ده.