ارمنستان د پوځي خدماتو په قانون کې هغه مسوده تصویب کړه چې، له مخې به یې ښځو ته اجازه ورکړل شي چې د دغه هېواد په وسلهوالو ځواکونو کې په داوطلبانه توګه خدمت وکړي.
په قانون کې د دې تعدیل له مخې ښځې کولی شي چې د شپږو میاشتو لپاره عسکري وکړي او وروسته به د پنځه کلنې دورې د خدمت اختیار لري.
تمه ده چې د ژمي له رارسېدو مخکې به دا قانون پلی شي.
اوس مهال ښځې یوازې د یوه تړون له مخې د ارمنستان په اردو کې خدمت کولی شي.
په ارمنستان کې پوځي خدمت د نارینهو لپاره چې عمر یې د اتلس او اووه ویشت کلونو ترمنځ وي، د دوو کلونو لپاره اجباري دی.