سوډان کې جګړه؛ د اختر په ورځو کې د اوربند ژمنه شوې

د سوډان د جګړې يوه صحنه

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د جګړو لمن پراخه شوې ده.

تېره شپه د دې سربېره توده جګړه روانه وه چې، د جګړې ښکېلو لوریو د اختر د دریو ورځو په ترڅ کې د اوربند ژمنه وکړه.

له یوې اوونۍ راهیسې د سوډان د پوځ او له پوځ څخه د بېلې شوې ډلې ترمنځ د دې جګړې په ترڅ کې تر څلور سوه ډېر ملکیان وژل شوي او په زرګونو ټپیان شوې دي.

پرون د اختر په لومړۍ ورځ په خرطوم کې الوتکو بمبارۍ هم کولې.

د دې جګړې د درېدو لپاره تر اوسه د نړیوالو د اوربند ټولې هڅې ناکامه شوې دي.