بېنیټ: د پایداره سولې، د اساسي حقونو او ازادیو لپاره د افغانانو ملاتړ کوم

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنیټ وايي، د پایداره سولې، دغه راز د اساسي حقونو او ازادیو لپاره د افغانانو ملاتړ کوي.

هغه نن سهار په ټویټر کې د کوچني اختر د مبارکۍ په پیغام کې ویلي، اختر د شکرانې، زړه سوي او زغم د ارزښتونو لپاره زموږ تعهد څرګندوي.

نن په افغانستان او د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اکثریت وګړي وایي، د بې وزلۍ او د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې دې اختر ته سم تیاری نه دی نیولی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر له ۲۸ میلیون وګړو اوړي چې ۶ میلیونه یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.