ښايي بایډن او د هغه ټیم راتلونکې اونۍ خپل ټاکنیز کمپاین اعلان کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن

احتمال شته چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د هغه ټیم به راتلونکې اونۍ د ویډیو له لارې بیا ځلي خپل ټاکنیز کمپاین اعلان کړي.

یوې باخبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پرون د اپرېل ۲۰مه رویټرز ته وویل چې دا اعلان به د ۸۰ کلن جو بایډن له خوا د اپرېل په ۲۵مه چې د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د کمپاین د پیل له کلیزې سره سمون خوري ترسره شي.

تېره اونۍ، ولسمشر بایډن دا هم وویل چې هغه به خپل کمپاین 'نسبتاً ژر' پیل کړي.