ملګري ملتونه: د دوحې غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې پر مسئله تمرکز نه کېږي

د ملګرو ملتونو بیرغ

د ملګرو ملتونو یوه ویاند ټینګار وکړ چې د افغانستان په اړه راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو رابلل کېدونکې غونډه کې به د نړیوالو له خوا د طالبانو د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندلو پر مسئلې تمرکز ونه شي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه توب دغې غونډه کې به چې د مې له لومړۍ تر دویمې نېټې به په دوحه کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شي، د افغانستان لپاره د ګڼ شمېر هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د هغه مرستیالې امینې محمد څو ورځې مخکې ویلي چې په دې غونډه کې به هغه لومړني ګامونه چې کولای شي دوی بېرته د رسمیت پېژندلو لارې ته سیخ کړي، واخیستل شي.

خو د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق پرون پنجشنبې په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې د طالبانو د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو پر موضوع تمرکز نه کېږي او په دې اړه هر ابهام باید لري شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې غونډه کې به بحث د موجوده ننګونو پر وړاندې د یوې واحدې اجماع پر رامنځته کولو څرخي.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پرافغانستان له واکمنېدو راهیسې د طالبانو سرپرست تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.