سټولټنبرګ: د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی

د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او چپ لور ته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په کییف کې د روغبړ پر مهال

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ کییف ته په سفر کې اوکراینیانو ته په وینا کې وویل چې د هېواد راتلونکې یې په ناټو کې ده.

ستولتنبرګ وویل: " اجازه راکړئ دا روښانه کړم چې د اوکراین حقیقي ځای د یورو اټلانټیک په کورنۍ کې دی، د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی."

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وویل چې د دې وخت را رسېدلي چې دې هېواد ته په ناټو کې د غړیتوب بلنه ورکړل شي.

د ناټو سرمنشي اوکراین ته په له مخکې یوه نا اعلان شوي سفر پرون د ورځي په لومړیو کې داسې مهال کییف ته ورسېد چې د اوکراین په ختیځ کې نښتو ادامه لرله او مسکو په څو سیمو کې پر ملکي تاسیساتو په حمله کې له بې پیلوټه الوتکو کار واخیست.

پر اوکراین د روسیې د یرغل شاوخوا ۱۴ میاشتې ووځي.