په افغانستان کې ډېری معتادین کورنۍ لري، خو دا چې کورنۍ په ټولنه کې د شرم او پېغور له امله معتادین له کوره شړي، دا معتادین په بې سرپناه او همېشني معتادینو اوړي.
په دې اړه د یوه دولتي روغتون اجتماعي کارکوونکی فضل الرحمن فروتن وايي، که معتاد ته د اختر او خوښيو په نورو مراسمو کې د ګډون اجازه ورنه کړل شي، معتاد له کورنۍ څخه ناهيلی او په ټولنه کې ګوښه کېږي، په پايله کې پرېکړه کوي چې د تل لپاره معتاد پاتې شي.
ښاغلی فروتن د مرکې په پیل کې موږ ته وايي چې په اخترونو کې د معتادینو یوازېتوب د دوی پر ذهني حالت څه ناوړه اغېزې کوي؟
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5