د پاکستان د نفتو وزير: روسيې ته مو د خامو تېلو د پېرولو لومړی سفارش استولی

پاکستان کې د تېلو ټانکرونه، انځور - ارشيف

د پاکستان د نفتو / تېلو وزیر وايي، اسلام اباد د پاکستان او روسیې ترمنځ د لاس‌لیک شوي نوي تړون له مخې په تخفیف باندې د خامو تېلو د پېرلو لومړی سفارش استولی دی.

مصدق ملک رویټرز خبري اژانس ته پرون وویل، د روسیې د تېلو یوه کښتۍ به د می په میاشت کې د کراچۍ بندر ته ورسیږي.

د مصدق په وينا، د دغه تړون له مخې پاکستان يوازې له روسيې څخه خام تېل اخلي او که لومړى تړون له ستونزو پرته ترسره شي، نو تمه ده چې دغه واردات به د ورځې سل زره بېرلو ته ورسېږي.