ډنمارک او هالنډ اوکراين ته ټانکونه ورکوي

ليوپرډ۲ ټانکونه، ارشيف

ډنمارک او هالنډ به په ګډه لیوپرډ2 ډول ۱۴ ټانکونه اوکراین ته ورکړي.

دواړو هېوادونو نن په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دغه ټانکونه له دریم لاس تر پېرلو او ترمیم وروسته د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې اوکراین سپارل کېږي.

سږ فبرورۍ کې، ډنمارک، جرمني او هالنډ ویلي وو چې دوی به لږ تر لږه ۱۰۰ زاړه لیوپرډ1 ټانکونه له صنعتي ذخیرو راټول او روان او راتلونکی کال به یې اوکراین ته ورکړي.