تورخم کې د غر ښوېدو تر پېښې وروسته نن درېيمه ورځ هم د ژغورنې عمليات روان دي

تورخم کې د ژغورنې عمليات

د تورخم په غره کې د کمر نړېدو تر پېښې وروسته د ژغورنې او مرستو عملیات نن پر درېیمه ورځ هم روان دي.

د خیبرپښتونخوا د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې یوه مسوول اشفاق خان نن په سیمه کې د ازادې اروپا مشال راډیو خبریال ته وویل چې، تر اوسه د پنځو کسانو مړي را ایستل شوي.

د چارواکو په خبره، د اپرېل پر ۱۸مه پیشلمي مهال د کمر نړېدو په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او اته ژوبل دي.

د لواړګي انتظامي مشر ارشاد مومند هم وايي، تر لویو ډبرو او خاورو لاندې یې د جسدونو ایستلو لپاره کرېنونه او نور ماشینونه په کار اچولي دي.

په پېښه کې اکثر مړه او ټپیان افغان موټر چلوونکي او د هغوی مرستیالان/(کلینران) دي.

پاکستاني چارواکو د پېښې د قربانیانو د کورنیو غړو ته بې له پاسپورټ او ویزې تورخم ته پر اوښتو اجازه ورکړې ده.