ازبکستان افغانستان ته څه باندې ۱۸۵ ټنه بشري مرسته لېږلې ده

د مرستو يو انځور - ارشيف

د ازبکستان محلي رسنیو راپور ورکړی چې دا مرستې د حیرتان بندر له لارې بلخ ولایت ته رسېدلې دي.

په مرستو کې ۴۸ ټنه یې اوړه او غنم، نږدې ۱۶ ټنه نباتي غوړي، ۲۴ ټنه بوره او نور خوراکي توکي شامل دي.

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف، د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف او ځینې نور چارواکي د دغې مرستې د لېږلو په مراسمو کې حاضر وو.

يادې مرستې داسې مهال رسیږي چې په افغانستان کې بیا بشري مرستو ته اړتیا ډېره ده او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان سږکال بشري مرستو ته اړتیا لري.