يمن کې د مرستو د وېش پر مهال د مړو شويو کسان شمېر ۸۵ ته پورته شوی دی

د یمن په پلازمېنې صنعا کې د مرستو د وېش پر مهال ټېل ماټېل کې د مړو شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۸۵ ته پورته شوی دی.

په یمن کې د حوثیانو یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط رسنیو ته ویلي چې په پېښه کې لږ تر لږه ۳۲۲ تنه نور ټپيان شوي هم دي.

پېښه د صنا ښار په باب الیمن سیمه کې پرون ماښام د روژه ماتي پر مهال شوې.

رویټرز اژانس ویلي، سلګونه دغه کسان د صنعا په یوه ښونځي کې راټول شوي وو چې هغوی سره د شاوخوا ۹ ډالرو په ارزښت شوې مرسته ترلاسه کړي.

د یمن کورنیو چارو وزارت ویلي، د مرسته وېشونکو دوه مسولان یې نیولي او پوښتنې ګروېږنې ترې کوي.

په یمن کې اته کاله کورنۍ جګړې میلیونونه کسان له لوږې سره مخامخ کړي دي.