امريکا اوکراين سره د ۳۲۵ ميليون ډالرو په ارزښت د اضافي پوځو مرستو خبر ورکړی

اوکراين سره د امريکا د پوځي تجهيزاتو مرسته، انځور - ارشيف

د امریکا متحده ایالات د شاوخوا ۳۲۵ ميلیون ډالرو په ارزښت اضافي پوځي مرستې اوکراین ته ورکوي.

د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې پنټاګون پرون چهارشنبې وویل، په دغو مرستو کې زیات شمېر د هاوان مرمۍ او مهمات شامل دي.

د لوړو تحرکاتو راکټي او توپچي سیسټمونو یا هیمارس، د توغندویو نور ډولونه او د ټانک ضد مهمات هم اوکراین ته د امریکا په پوځي مرستو کې شامل دي.

د امریکا وسلې او مهمات مستقیماً د جګړې لومړۍ کرښې ته استول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین ویلي، د روسي ځواکونو پر ضد حملې ته تیاری نیسي.