قزاقستان کې ګڼ شمېر افغانانو د پناه اخيستلو غوښتنه کړې

يو شمېر افغان کډوال، انځور - ارشيف

د قزاقستان چارواکي وایي، له اوکراینیانو وروسته افغانانو په لوی شمېر له دې هېواده د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده.

د روسیې د انترفاکس خبري اژانس د راپور له مخې د قزاقستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرون چهارشنبې وویل، د ټولو ۲۹۱ بهرنیانو له ډلې چې له مخکې په دې هېواد کې د پناه اخیستونکو په توګه ثبت شوي، ۲۷۰ یې افغانان، اووه چینایان، پنځه سوریایان او نهه د نورو هېوادونو اتباع دي.

خو دې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې، پر دې سربېره په دې وروستیو کې د ۸۲۶ پناه اخیستونکو په ډله کې چې نوي یې نومونه ثبت شوي، ۲۲۶ یې افغانان دي.

د دې وزارت په وینا ۵۸۸ اوکراینیانو نوې له دې هېواد څخه د پناه غوښتنه کړې ده.

قزاقستان هغه هېواد دی چې وړمه ورځ یې د طالبانو ډیپلوماتانو اجازه ورکړي چې په دې هېواد کې د افغانستان د سفارت چارې ترلاسه کړي.

قزاقستان ویلي، دغه اقدام یې په دې معنا نه‌دی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني بلکې هغه یې د دې لپاره کړی چې د منځنۍ اسیا د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر له افغانستان سره خپلې سیاسي، د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکې وساتي.