يونېسف د افغان ماشومانو او ښځو د ملاتړ د دوام خبر ورکړی

انځور، ارشيف

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو څخه د کلک ملاتړ د دوام خبر ورکړی.

د افغانستان لپاره د یونېسف څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د زیاتېدونکو محدودیتونو او په دې هېواد کې پر بشري چارو د فضا له تنګېدو سره سره یونېسف دې ته ژمن دی چې په دې هېواد کې پاتې شي او په ټولې وړتیا سره خدمتونه سر ته ورسوي.

یونېسف وایي، لکه څنګه یې چې په تېرو اویا کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ کړی، له دوی سره به بیا هم ولاړ وي.

یونیسف دغه راز وایي، په افغانستان کې د اړمنو ۲۸ ميلیون وګړو له ډلې ۱۵ ميلیونه یې ماشومان دي چې بشري او د خوندیتوب مرستو ته اړتیا لري.