د طالبانو سترې محکمې د ۲۴۶۰ زندانیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ

د طالبانو په کنټرول کې د پلچرخي زندان

د اختر د را رسېدو په مناسبت د طالبانو سترې محکمې نن د دوه زره څلور سوه شپېته زندانیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

په ورته وخت کې د ۴۷۰ زندانیانو د بند په موده کې تخفیف راغلی دی.

د دې زندانیانو د خوشې کېدو امر د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده کړی چې لومړۍ ډله یې د ښځو په ګډون ۴۱ کسان وو چې د یکشنبې په ورځ ازاد شول.

د طالبانو د سرپرست حکومت په وینا دا هغه زندانیان دي چې غلاوې یې کړي، په فساد کې ښکېل وو او یا یې هم د مخدر موادو په پېر او پلور کې لاس درلود.

طالبانو یو شمېر مدني فعالان هم زنداني کړي چې په وروستیو کې ملګرو ملتونو له دوی څخه د هغوی د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.