په ازبکستان کې د نوي اساسي قانون لپاره ټولپوښتنه پيل شوې

ارشیف

په ازبکستان کې د نوي اساسي قانون لپاره ټولپوښتنه پيل شوې ده.

دا رایې د دې لپاره اچول کېږي چې د دغه هېواد پنځه شپېته کلن ولسمشر شوکت میرضیاییف ته لاره پرانیستل شي چې د ولسشمرۍ په راتلونکو دوو دورو کې هم ځان کاندید کړي چې په دې ډول به تر ۲۰۴۰م کال پورې په واک کې پاتې شي.

د ازبکستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون نن سهار وویل، هغه کسان چې د اپرېل په ۳۰مه رایې نه شي اچولی هغوی ته سر له ننه زمینه برابره شوې ده چې د اپرېل تر ۲۶مې خپلې رایې ورکړي.

د ازبکستان اساسي قانون پرو سږ کال تعدیل شو چې بیا تېره میاشت پارلمان تایید کړ او د ازبکستان د چارواکو په باور د ټولپوښتنې په ترڅ کې به اکثریت له دې تعدیل سره موافقه وکړي.