د پوتين له‌خوا اوکراين کې د اټومي وسلو د کارونې خبرداری ورکړل شوی

ولادمير پوتين

یوې جګپوړې امریکایۍ ډيپلوماتې پرون خبرداری ورکړ چې متحدایالات او د ناټو متحدان یې باید هغو نښو نښانو ته چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ښايي په اوکراین کې له تاکتیکي اټومي وسلو کار واخلي چمتو وي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویندي شېرمن دا خبرداری په واشنګټن کې د ناټو د وسلو د کنټرول په کلني کنفرانس کې ورکړ.

مېرمن شېرمن وویل پوتین به له هغو وسلو څخه کار واخلي چې د ده په اند غیر ستراتیژیکې تکتیکي وسلې دي او یا ښايي د کړکېچ د پراخولو لپاره ځینې نور حرکات وکړي، خو تر هغه حده چې د ده په اداره کې وي.

نوموړې زیاته کړه، دا ډېره مهمه ده چې داسې یوه حالت ته چمتو و اوسو.