زلنسکي دونېڅک کې د جګړې له لومړۍ کرښې ليدنه کړې

د اوکراين ولسمشر د جګړې په لومړۍ کرښه کې

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په دونېڅک سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له سرتېرو سره تر لیدنې وروسته پرون ټوله ورځ په ختیځ پولتاوا ښار کې تېره کړه.

په دې ښار کې د اوکرایني او روسي سرتېرو ترمنځ درنې جګړې روانې دي.

زلنسکي بېګا په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، ده له هغو سرتېرو سره وکتل چې له تېرو ۴۱۹ ورځو راهیسې یې د روسۍ بلا مخه نیولې ده او په تدریجي ډول یې له منځه وړي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین برید وکړ.

زلنسکي همدا راز وویل، په پولتاوا کې د استوګنې پر مهال یې د امریکا د استازو جرګې له مشر کیوین مککارتي سره هم خبرې وکړې، هغه ته یې د جګړې د جبهې د وضعیت او د اوکراین د دفاعي اړتیاو په اړه معلومات ورکړل.