تورخم کې د غر راښوېدو له امله د مړو شمېر درې کسانو ته لوړ شو

تورخم کې د غر راښوېدو پېښه

په تورخم کې د غره د راښوېدو په پېښه کې د مړو شمېر دریو کسانو ته لوړ شو.

په تورخم کې پرون د غره د یوې لویې برخې د راښوېدو له کبله یو شمېر لارۍ او کانټینرونه تر خاورو او ډبرو لاندې شول.

له بلې خوا د خیبر پښتونخوا د ژغورنې ادارې یوه ویاند ویلي دي، تر دې دمه د خاورو له ډېریو لاندې د دریو کسانو مړي او اته ټپیان را ایستل شوي دي.

ویاند د ځایي خلکو د معلوماتو په اساس وايي، ښايي ۲۰- ۲۵ لارۍ به هم تر خاورو- ډبرو لاندې شوې وي.

په تورخم کې سوداګر او د ترانسپورتي اتحادیې چارواکي د پاکستان حکومت په دې پېښه کې ګرم ګڼي او وايي، د سړک د ارتولو لپاره یې د چاودېدونکي موادو په وسیله د غره د تراشلو کار پیل کړی و، چې په نتیجه کې یې غر راوښوېد.