روسيه کې د والسټريټ ژورنال خبريال د خوشې کېدو لپاره د استېناف غوښتنه رد شوه

روسيه کې بندي امریکايي خبریال ایوان ګیرشکوویچ

د روسیې یوې محکمې له توقیف څخه د امریکايي خبریال ایوان ګیرشکوویچ د خوشې کېدو لپاره د استېناف غوښتنه رد کړه.

د والسټریټ ژورنال له دغه خبریال څخه د جاسوسۍ د تورونو له کبله څېړنې روانې دي، هغه تورونه چې ده رد کړي دي.

د مسکو ښاري محکمې پرون دغه ۳۱ کلن خبریال ته خپل حکم واوراوه، چې د محکمې په یوه خونه کې د ښېښې له شا ښکارېده.

د امریکا د سفیرې لېن ترېسي (Lynne Tracy) په مشرۍ یوه هئت او لسو نورو خبریالانو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې دغه پروسه وڅاري.

د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې د مارچ پر ۳۰مه وویل، چې د ګیرشکوویچ په وړاندې یې د جاسوسۍ دوسیه پرانیستې ده.

دا تر سړې جګړې وروسته لومړی وار دی، چې په روسیه کې د امریکا یو خبریال نیول کېږي او د جاسوسۍ تور ورباندې لګول کېږي.