طالبان: متقي د پاکستان له سفير افغانانو ته د ويزو ورکولو په برخه کې د شفافيت غوښتنه کړې

کابل کې د پاکستان سفارت، ارشيف

طالبان وايي، د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د کابل لپاره د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني وهڅاوه، چې افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې شفافیت رامنځته کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې متقي پرون په کابل کې له نظاماني سره په کتنه کې دا څرګندونې وکړې.

د اعلامیې له مخې نظاماني ویلي، چې کابل ته له ستنېدو سره به یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې بهتره شي.

زیات افغانان شکایت لري، چې پاکستان د خپلو ویزو بیه خورا قیمته کړې او اوس یې د ویزو د ورکړې پروسه خورا سخته کړې ده.

په ځینو مواردو کې خلک مجبوره شوي، چې د پاکستان ویزې په ډېره ګرانه بیه په تور بازار کې رانیسي.

عبیدالرحمان نظاماني د ډسمبر پر دویمه کابل کې د پاکستان پر سفارت د ډزو له پېښې وروسته پاکستان ته ورغوښتل شوی و.

په هغه برید کې نظاماني روغ ووت، خو یو ساتونکی یې سخت ټپي شو.