مککین: افغان ښځې د خوړو پروګرام د کار اساسي برخه جوړوي

ارشیف: هرات کې د ډبلیو ایف پي له لوري د اړمنو مېرمنو د راجستر له بهیره یو انځور

د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي اجراییوي رییسه سیندي مککین وایي، په افغانستان کې د بشري بحران په اړه له مرستندویه ادارو سره په ګډه بېړنۍ غونډه کې یې پر دې ټینګار وکړ چې ښځې د خوړو پروګرام د کار د ټولو برخو اساسي برخه جوړوي.

مېرمن مککین پرون دوشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې له خپلو شریکانو سره په ګډه باید هغو شل میلیونو افغانانو ته چې په اوس وخت کې بېړنیو خوراکي موادو ته اړتیا لري، ورسېږي.

د نوموړې په وینا د دې شل میلیون وګړو څخه لس میلیونه یې ښځې او نجونې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام اجراییوي رییسې دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د نړیوالې همغږۍ د لومړني فورم د بېړنۍ غونډې په پای کې کړي دي.

دغه فورم د ملګرو ملتونو او د بشرپالنې نورمرستندویه شریکان سره یوځای کوي څو د بشري بحرانونو لپاره ښه چمتووالی او پر وړاندې یې ځواب ووايي.

دغه بېړنۍ غونډه داسې مهال ترسره شوې چې طالبانو پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو په ترڅ کې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې ښځینه کارکوونکې هم له کار کولو منع کړي دي.

د طالبانو دې او له دې مخکې یې په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز لګولو په ورته پرېکړې سره نړیوالې مرستندویه ادارې په دې هېواد کې میلیونونو اړمنو کسانو ته د بشري مرستو رسولو په چارو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.