منظور پښتین: په پاکستان کې د سند پولیس له افغانانو سره غیرانساني چلند کوي

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دغو افغانانو قانوني اسناد هم درلودل، خو بیا هم پاکستانیو پولیسو نیولي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دغو افغانانو قانوني اسناد هم درلودل، خو بیا هم پاکستانیو پولیسو نیولي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دوشنبې په ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اوس هم پاکستاني پولیس د سند ایالت په کراچۍ ښار کې له افغانانو سره غیرانساني چلند کوي.

نوموړي په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو غوښتي چې د دې غیرانساني چلند په وړاندې خپل غږ پورته کړي.

منظور پښتین داسې مهال د پاکستاني پولیسو لخوا د افغانانو په زنداني کولو نیوکه کوي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د مدافع وکیلې منیزې کاکړ پرون ازادي راډيو ته وویل، اوس هم د ۱۰۰ په شاوخوا کې افغانان د پاکستان په سند ایالت کې زنداني دي.

د اغلې کاکړ په وینا، د سند پولیسو مخکې هغه افغانان نیول او زنداني کول چې اسناد یې نه درلودل، خو نوموړې زیاتوي چې اوس اسنادلرونکي افغانان هم نیسي.

په تېر یوه کال کې د هغو افغانانو له ډلې چې له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته د درمنلې په خاطر تللي او زنداني شوي وو، څلور تنه یې په زندان کې مړه هم شول.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن په یوه بیان کې ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان له زندانونو د افغانانو د خوشې کېدو په اړه له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره خبرې کړې دي.