د زلنسکي يو سلاکار: اوکراين کې په کارول شويو روسي وسلو کې د چين له پُرزو ګټه اخيستل شوې

اوکراين کې روسي سرتېری

د اوکراین د ولسمشر یو جګپوړی سلاکار وایي، په ډېرو هغو وسلو کې چې روسیې د اوکراین په جګړه کې کارولي او د اوکرایني ځواکونو لاس ته ورغلي، لیدل شوي چې د چین ساخت له پُرزو استفاده شوې ده.

ولادیسلاو ولاسیوک رویترز اژانس ته وویل، د جګړې له ډګر څخه ترلاسه شویو وسلو کې مختلفې الکترونیکي پُرزې کارول شوي دي.

اوکرایني کارپوهانو چې دغه وسلې څېړلي ویلي، د اورلان په نوم د لارښود هوایي ډرون سیسټم کې چې مخکې د سویس ساخت سیسټم څخه کار اخیستل کېده اوس چینایي ساخت سیسټم کارول شوی دی.

د رویترز په وینا له کله چې مسکو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې اوکراین ته لسګونه زره سرتېري استولي، روسیې او چین په خپلو کې اقتصادي، سیاسي او پوځي اړیکې پیاوړې کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون یکشنبې په مسکو کې د چین له دفاع وزیر لي شانګفو سره وکتل او دواړو د چین او روسیې ترمنځ د پوځي همکارۍ ستاینه وکړه.