اوچا: نړۍ بايد افغانستان يوازې پرې نه‌ږدي

افغانستان کې لوږه او بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې، انځور - ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، نړۍ باید د افغانستان خلک په دغه حساس وخت کې یوازې پرې نه‌ږدي.

اوچا نن په یوه ټویټ کې وویل، افغانانو لا د مخه ډېر زغم کړی او دا به د نه منلو وي چې دوی د ژوند کولو له اساسي بشري اړتیاو څخه په محرومولو سره نور زیانمن شي.

تر دې مخکې اوچا پرون په یوه بل ټویټ کې خبرداری ورکړی و، که هغه مالي سرچینې چې روان کال یې په افغانستان کې له ميلیونونو اړمنو کسانو سره د بشري مرستو لپاره غوښتنه کړې ترلاسه نه‌کړي، دا هېواد به له داسې قحطۍ سره مخ شي چې په څه باندې دوو لسیزو کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، د افغانستان لپاره د بشري مرستو رسولو د پلان د عملي کېدو لپاره یې روان ۲۰۲۳ کال د ۴،۶ ملیارډ ډالرو بسپنې غوښتنه کړې.

اوچا ويلي، د دې کال د لومړیو درې میاشتو تر پایه یې یوازې دوه‌نیم سوه ميلیون ډالره ترلاسه شوي چې، دا د ټولو غوښتل شویو پیسو څه کم پنځه‌نیم سلنه ده.