د روسيې ولسمشر د چين د دفاع له وزير سره ليدلي

د ولادمیر پوتین او لي شانګفو ليدنه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون یکشبنې په مسکو کې د چین د دفاع له وزیر لي شانګفو سره وکتل او دواړو د چین او روسیې ترمنځ د پوځي همکارۍ ستاینه وکړه.

دواړو هېوادونو ویلي چې، مشارکت یې سرحد نه‌لري.

د چین ولسمشر شي جین پینګ تېره میاشت په مسکو کې له پوتین سره کتلي و.

د رویټرز په وینا له کله چې مسکو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې اوکراین ته لسګونه زره سرتېري استولي، روسیې او چین په خپلو کې اقتصادي، سیاسي او پوځي اړیکې پیاوړې کړي دي.