د طالبانو دفاع وزارت د ټولو اړونده ادارو مسؤلينو ته امر کړی چې د خوښيو له ډزو ډډه وکړي

ارشيف

د طالبانو دفاع وزارت د ټولو اړوندو ادارو او جزوتامونو مسولینو ته امرکړی چې، د کوچني اختر په شپو او ورځو کې دې د خوښۍ ډزې نه‌کوي.

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په هغه غږیز پیغام کې چې د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر پرون یکشنبې رسنیو ته استولی، د ملي اردو ټولو مسولینو او کارکونکو ته امر کړی چې هوایي ډزې دې نه‌کوي او د خلکو لپاره دې د اختر په ورځو او شپو کې د امن یوه فضا رامنځته کړي.

نن د روژې ۲۷مه ده او اختر ته یوازې څو ورځې پاتې دي.

تر دې مخکې د طالبانو وسله‌والو په اخترونو او نورو مهمو مناسبتونو کې هوایي ډزې کړي چې په ځینو کې یې عامو خلکو ته هم زیان رسېدلی دی.