پاکستان بېرته خپل شارژدافېر افغانستان ته استوي

په کابل کې د پاکستان سفارت

راپورونه وايي چې پاکستان بېرته خپل شارژدافېر افغانستان ته استوي.

پاکستان څه باندې څلور میاشتې مخکې خپل شارژدافېر عبیدالرحمن نظاماني وروسته له هغه اسلام اباد ته ور وغوښت چې په هغه باندې د داعش ډلې لخوا برید وشو.

په هغه برید کې نظاماني روغ ووت، خو یو ساتونکی یې سخت ټپي شو.

تازه د پاکستان د حکومت سرچینو رسنیو ته ویلي چې پرېکړه شوې همدا اوونۍ شارژدافېر بېرته کابل ته ولېږل شي.

کابل ته د پاکستاني شارژدافېر د بېرته تګ پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ټیلیفوني خبرې کړي.