په الاباما کې د ډله ییزو ډزو په پایله کې څلور کسان وژل شوي

ارشیف

د امریکا په الاباما ایالت کې د ډله ییزو ډزو په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې ډزې د کلیزې په یوه جشن کې شوي چې لسګونه نور کسان په کې ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه د بريدګر د هويت او د دې پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ويل شوي.

دا پېښه پر ځايي وخت د شنبې په شپه د ډېوېل په ښار کې د نڅا په یوه سټوډیو کې چې د زوکړې جشن جوړ شوی و، رامنځته شو.

پولیسو ویلي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.