د خوست په روغتون کې له څه باندې ۱۹زره ۷۰۰ زېږونونو سره مرسته شوې

ارشیف

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه یا ایم ایس ایف وايي، تېر میلادي کال د خوست په نسايي ولادي روغتون کې د دوی ټیمونو له څه باندې ۱۹زره ۷۰۰ زېږونونو سره مرسته کړې ده.

د دې ټولنې د افغانستان څانګې نن په خپل ټویټر کې خبر ورکړی چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې دوی د اتو ولسي روغتیايي مرکزونو ملاتړ کړی چې ډاډمن شي د ښځو لپاره په لیرې پرتو سیمو کې د زېږون پر مهال د وړ روغتیايي څارنې بهتره زمینه برابره شي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي وو، په افغانستان کې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې ۸۷۰۰ ښځې د زېږون پر مهال مړې شوې دي.