ملګري ملتونه: له افغانانو سره زمونږ مرستې دوام کوي

ارشیف: په ارزګان کې د ملګرو ملتونو له لوري اړمنو سره د مرستې یو انځور

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، له افغانانو سره به د دوی بشري مرستې دوام کوي.

د یو این ایچ سي آر د اروپايي ټولنې د چارو استازولۍ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، افغان وګړي به له یاده ونه ایستل شي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې روان ۲۰۲۳م کال د ریکارډ تر کچې ۲۸ میلیونه او درې لکه کسان بشري مرستو او د خوندیتوب لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري.

د دې ادارې په وینا، له چلنجونو سره سره د کډوالو په چاو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري په دغه هېواد کې پاتې کېدو او میلیونونو اړو کسانو ته د مرستو رسولو ته ژمن ده.

وروسته له هغې چې په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو کار منع شو، ملګرو ملتونو ویلي دې کار اړو کسانو په ځانګړي ډول ښځو ته د بشري مرستو رسولو چارې اغېزمنې کړې دي.