بایربوک: د جي۷ ډله پر اوکراین د روسیې د شدید یرغل مخالفت ته دوام ورکوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو یا G7 ډله به پر اوکراین د روسیې د یرغل شدید مخالفت ته دوام ورکړي.

انالینا بایربوک د اوو لویو صنعتي هېوادونو د غونډې په درشل کې نن یکشنبه په سیول کې جاپان ته تر روانېدو مخکې ویلي: "اوس د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته زموږ د هوډ د ښوولو موضوع مطرح ده، چې له ستړیا سره- سره به خپل اهداف ترلاسه نه کړي."

هغې په خپلو خبرو کې ویلي: "د نړۍ اووه لوی صنعتي هېوادونه چې د یو بل تر څنګ وي، پیاوړي دي، ځکه موږ پوهېږو چې د څه لپاره مبارزه کوو."

د هغې په وینا، دغه هېوادونه د نړیوال نظم لپاره درېدلي چې په هغه کې د قانون حاکمیت او نړیوال قانون تر ټولو پیاوړو قوانینو برتري لري.

ټاکل شوې د اوو لویو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران جاپان کې د یکشنبې له ماښامه تر سې شنبې پورې د اوکراین په وړاندې د روسیې پر جګړه بحث وکړي.

په دې ډله کې د جرمني تر څنګ فرانسه، ایټالیا، جاپان، کاناډا، د امریکا متحد ایالتونه او بریتانیا شامل دي او سږکال جاپان د دې ډلې مشري کوي.