د سوریې د بهرنیو چارو وزیر تونس ته ځي

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد سبا دوشنبه تونس ته په رسمي سفر ځي.

د تونس د بهرنیو چارو وزارت نن په خپل رسمي فېسبوک حساب کې لیکلي، دغه سفر د هغه د تونسي ساري په بلنه کېږي.

د مقداد دا سفر له عربي نړۍ سره د سوریې اړیکې پیاوړې کوي چې څه باندې یوه لسیزه منزوي شوې وه.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر پرون الجزایر ته لاړ او وروسته به تونس ته ځي.