په مزار کې د خبریالانو د یادګاري څلي د چارو د بشپړېدو هرکلی وشو

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بلخ ولایت موقعیت

د افغانستان د خبریالانو مرکز د بلخ په مرکز مزار شریف کې د خبریالانو د یوه یادګاري څلي د چارو د بشپړېدو هرکلی وکړ.

دغه سازمان پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د خبریال ملي ورځې په مناسبت د خبریالانو په نوم د دې څلي د جوړېدو بنسټ څلور کاله مخکې ایښوول شوی و چې د چارو تر بشپړاوي وروسته پرون پرانیستل شو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، پر دغه څلي شاوخوا ۱۳ ملیونه افغانۍ لګول شوي دي.

دا څلی داسې وخت پرانیستل کېږي چې نړیوال بنسټونه وايي، په افغانستان کې پر خپلواکو رسنیو فشارونه تر بل هر وخت زیات شوي دي.

د خبریالانو دغه مرکز د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې د خبریالانو د ستونزو په حل کې همکاري وکړي او په وروستیو دوو کلونو کې لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي.