په پکتیکا کې د دوه کورنیو تر منځ په شخړه کې اوه کسان وژل شوي

د پکتیکا مرکز شرنې یوه څنډه

په پکتیکا کې د دوه کورنیو تر منځ په شخړه کې اوه کسان وژل شوي دي.

د پکتیکا د والي ویاند ثناالله معصوم رسنیو ته ویلي چې دا نښته تېره شپه د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې شوې او په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ دوه ښځې او دوه ماشومان او د بلې کورنۍ یوه ښځه، یوه نجلۍ او یو سړی وژل شوي دي.

معصوم وویل چې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.